IQNA

  په افغانستان کې د ماینونو ټریجډي؛ترټولو زیات قریانیان ماشومان دي

5:46 - April 04, 2025
د خبر لمبر: 3490907
ایکنا - د سره صلیب کمیټې  په خپل یوه وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې په تیر میلادي کال کې په افغانستان کې د ماینونو او له جنګ جګړو د  پاتې مهماتو  د چاودنو له امله ۴۳۴ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه موضوع  په دغه هیواد کې د یوه جدی انساني بحران ښودنه کوي.

ایکنانیوز د   تسنیم له قوله راپور راکړی، د سره صلیب نړیوالې کمیټې  د  ماینونو د خطرو په باب د اطلاع رسونې  د نړیوالې ورځې په ماسبت  په یوې اعلامیې کې وئیلي دي،  افغانستان هماغه شان په ماینونو  او د چاودیدونکو توکو د ککړتیا په زمینط کې له جدی ستونزې سره لاس او ګریوان  دی.

په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي، په ۲۰۲۴ کال کې د ماینونو او مهماتو د چاودنو له  امله  د ۴۳۴ ماشومانو پشمول لږترلږه  ۵۶۴ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د سره صلیب نړیوالې کمیتې  په تیر کال کې د ماینونو  ۲۵۱ پیښې ثبت کړي او خبرداری ئې ورکړی دی  چې واقعي احصائې  ممکنه ده حتی له دغو شمیرنو ډیرې  زیاتې وي. په افغانستان کې  په ماینونو او نه چاود شوومهماتو  باندې  ککړتیا ،  عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو  ژوند له مرګونو ګواښونو سره مخ کړی او په تیره بیا په ماشومانو کې د زړه دردونکو  ټراژيډیو  سبب  شوې ده.

په افغانستان کې د سره صلیب  نړیوالې کمیټې مشرې کاترینا ریټز په دې باب ووئیل؛ له جنګه پاتې مایونه او نه چاود شوي مهمات  نه یوازې   ورځنی  ژوند او  اقتصادي پراختیا  ګډوډوي ، بلکې  د لازیاتو ژوند  هم له خطرې سره مخامخ کوي. هغې همداراز  د ماینونو د پاکونې پر هڅو باندې  دبودجې د کمیدا منفي اغیزو ته  ا شاره کړې او وئيلي ئې دي ،  دا موضوع ممکنه ده ، د غمجنونکو پیښو د زیاتیدا سبب شي.

در سال ۲۰۲۰ بیش از ۱۵۰۰ غیرنظامی در افغانستان قربانی مین شدند

د سره صلیب نړیوالې کمیټې پر نړیوالې ټولنې  او  دانسان دوستۍ اورګانونو باندې غږ کړی څو  د وسلو د ککړتیا  له پایلو سره په مقابلې کې دې  له ټولنو ملاتړ وکړي.  افغانستان په ماینونو او نه چاود شوو موادو باندې  د یوترټولو ککړ هیواد  په توګه د عامو خلکو په تیره بیا د ماشومانو  د ژوند  د ساتلو لپاره  فوري اقدام او توجه ته اړتیا لری.  \

کودکان افغانستان قربانیان اصلی انفجار مین ها - تسنیم

قربانیان اصلی جنگ در افغانستان؛ در شش ماه گذشته 400 کودک جان باخته اند |  خبرگزاری شیعیان افغانستان | Afghanistan - Shia News Agency

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1404/01/14/3284822

captcha